د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په پېښور کې د وسله والو کسانو په یو کمین کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. راپورونه وایي، دا پېښه پر داسې مهال رامنځته شوې ده چې پولیسو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په سیمه کې عملیات کول چې د وسله والو له کمین سره مخ شول او یاده مرګ ژوبله ور واوښته. د پېښور پولیسو ویلي چې تر برید وروسته په سیمه کې عملیات شوي دي چې په نتیجه کې یې اووه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي. د پولیسو په خبره، نیول شوي کسان یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي او اوس ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
































