متحده عربي اماراتو له افغان حکومت سره د کابل هوایي ډګر د چلولو په اړه خبرې اترې کړې دي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې، متحده عربي امارات له تېرو څو اونیو راهیسې له افغان حکومت سره د کابل هوايي ډګر د چلولو پر سر مذاکرات کوي. راپور کاږي، له افغان حکومت سره د کابل هوایي ډګر د چارو پر مخ وړلو په اړه مذاکرات ښیي چې سیمه ییز قدرتونه په افغانستان کې د نفوذ ترلاسه کولو په لټه کې دي. راپور کې دغه راز د یو شمېر ډیپلوماټو له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی راغلي چې امارات هڅه کوي په افغانستان کې د قطر د نفوذ مخه ونیسي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادونې ده چې ترکیې د امنیتي چارو ترڅنګ له قطر سره په ګډه د کابل نړیوال هوایي ډګر د چارو پر مخ وړلو لپاره ټټر وهلی دی خو ا.ا ورته ویلي چې دوی یې نظامي حضور نه مني خو د تخنیکي مرستې یې هرکلی کوي.
































