پر ایران د اسراییلو د نظامي برید احتمال ډېر شوی دی. اسراییلي چارواکي وایي دوی له ایران سره د جګړو غوښتونکي نه دي، خو اجازه نه ورکوي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ولري. ددغه هېواد د دفاع وزیر وایي دوی له اټومي وسلو د ایران د راګرځولو لپاره ان پر نظامي اقدام هم لاس پورې کولی شي.
بلخوا ایراني رسنۍ وايي چې پر ایران د اسراییلو د برید احتمال ډېر شوی دی، ځکه دغه هېواد په وروستیو کې ان له ایران سره نږدې اوبو کې هم سخت نظامي تمرینات ترسره کړي دي. ایران بیا وایي اټومي پروګرام یې سوله ییز دی او خپلو فعالیتونو ته به ادامه ورکوي.
































