جاپان له افغانستان سره د ګډ کار ډاډ ورکړی دی. د راپورونو له مخې په کابل کې د جاپان سفیر د رییس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر بېلو اقتصادي مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي. د جاپان سفیر ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او په وینا یې له نوي حکومت سره ګډ کار ته تیار دي. ملا برادر هم په دې لیدنه کې د جاپان له مرستو مننه کړې ده او ټینګار یې کړی چې له افغانستان سره ددغه هېواد مرستې مهمې دي. جاپاني لوري ویلي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو تر څنګ اقتصادي مرستو ته هم تیار دي. جاپان یو له هغو هېوادونو دی چې تل یې له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرسته کړې ده او د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې په وروستیو بشردوستانه مرستو کې هم تر ټولو ستره مرسته د جاپان ده.
































