د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، باوري دی چې امریکا به د روان کال تر پایه د کورونا وېروس واکسین جوړ کړي. نوموړي له فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې ویلي، چې د روان کال تر پایه یا د راتلونکي کال په پیل کې به امریکا د واکسینو په جوړولو بریالۍ شي. د نړۍ ساینسپوهان د کرونا واکسین په جوړولو کې سره سیالي کوي، خو ډېری کارپوهان هیله من دي چې دا واکسین به په ۲۰۲۱ کال په پراخه پیمانه تیار کړل شي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دغه ویروس د انسان له لوري جوړ شوی دی او امریکا به په دې تړاو هر اړخیزې څېړنې کوي او ټول معلومات به له نړیوالو سره شریکوي.
































