نوی حکومت وایي د ټولو هغو ډلو او کړیو مخنیوی کوي چې په هېواد کې د خلکو ترمنځ د نفاق لپاره هڅه وکړي. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد نن د کابل په غرب کې په یوه ستره ولسي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان ملت له بېلو قومونو او مذهبونو جوړ شوی دی او دوی یې د لا ډېر یووالي لپاره هڅې کوي. مجاهد دغه راز وایي چې افغانستان تر بر هر وخت د ولس یووالي ته اړتیا لري او ټولو لورو ته په کار ده چې په خپلو کې سره یو وي او د دښمن د نفاق ښکار نه شي. هغه ټینګار کړی چې دوی د هر ډول نفاق او هغو کړیو مخه نیسي چې په افغانستان کې د خلکو ترمنځ د تفرقې او بېلوالي هڅه کوي.
































