نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د مېرمنو حقونو د خوندي کولو لپاره هڅه وکړي. د بښنې نړیوالې ادارې په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د روانو سیاسي او اقتصادي مسایلو له امله د افغان مېرمنو حقونه تر پښو لاندې شوي او جدي اړتیا ده چې ددغه حقونو د خوندي کولو لپاره هڅه وشي.
د بښنې نړیوالې ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې له افغانستان سره د مېرمنو او نجونو د حقونو په تړاو له نږدې کار وکړي. په همدې وخت کې ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو خوندي کولو جدي اړتیا ده او په خبره یې دوی به تر هغو خپلو هڅو ته ادامه ورکوي چې د دغه افغان طبقې حقونه خوندي شي.
































