د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې په افغانستان کې څه باندې یو لک او ۴۲زره ماشومانو ته د زده کړې امکان برابر کړی دی. دغې ادارې پرون په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، په دې موده کې یې د ۵۳۵۰ ولسي ټولګیو ملاتړ کړی چې دغه شمېر ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر کړي. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق وايي، په افغانستان کې لاهم تر ۴ میلیونو ډېر ماشومان چې تر نیمايي زیاتې یې نجونې دي، له ښوونځیو بې برخې دي. یونېسف وايي، د ماشومانو د تعلیم لپاره باید ډېر نور کارونه هم ترسره شي.
































