د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې په دوحه کې به د امریکايي لوري سره د بندیزونو د لرې کولو، د دواړو هیوادنو پر اړیکو او د افغانستان سره د مرستو په اړه خبرې وشي. امیرخان متقي زیاته کړې چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استعمال کړي. نوموړی وایي چې ټول باید د هغو ډلو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي چې په افغانستان کې سوله ګواښي.
































