د ا.ا.ا له روسیې غوښتي چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ په ورکولو کې مرسته وکړي. د روسیې د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې، په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین ویلي دي چې یادې ډلې له روسیې سره ښې اړیکې درلودې او دا اړیکې اوس برقراره دي. شاهین چې د طالبانو د حکومت له خوا په ملګرو ملتونو کې د یادې ډلې د استازي په توګه معرفي شوی، همدارنګه ویلي دي چې د طالبانو ډله له روسیې توقع لري چې د ملګرو ملتونو د اعتبار لیکونو په کمیټه کې د افغانستان د استازي په توګه د هغه له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي وسیلي نبینزا د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې ویلي وو چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ د سپارلو په اړه کومه پریکړه نه ده شوې.
































