په امریکا کې د کرونا وبا له امله د مړو شوو کسانو شمېر تر ۶۸ زره کسانو اوښتی دی. د وروستیو راپورونو له مخې په دغه هېواد کې ۱۱۸۸۱۲۲ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې ۶۸۵۹۸ یې مړه شوي دي. په ټوله نړۍ کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۶۶۱۱۱ ته رسېدلی دی. له دې ډلې ۲۴۸۲۸۵ کسان په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. تر امریکا وروسته تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په هسپانیه کې ثبت شوې دي. په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۴۷۱۲۲ ته رسېدلی چې له دې دلې ۲۵۲۶۴ کسان کرونا ویروس مړه کړي دي. ایټالیا کې ۲۸۸۸۴ کسان، فرانسه کې ۲۴۸۹۵، برېتانیا کې ۲۸۴۴۶ او جرمني کې ۶۸۶۶ کسان تر دې دمه د کرونا له امله مړه شوي دي.
































