پاکستاني چارواکي وايي، ترهغو چې د افغانستان وضعیت عادي کېږي، د ټاپي پروژې د تطبیق چارې وځنډول شوې. د پاکستان د اقتصاد وزیر عمر ایوب خان د روسیې ټاس خبري آژانس ته ویلي، چې د افغانستان د وضعیت له تثبیتېدو وروسته به د دغې پروژې کار بېرته پیل شي. د نوموړي په خبره، تر هغه چې د افغانستان وضعیت تثبیت نه شي، د ټاپي پروژې د کار دوام به ستونزمن وي. د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د کاسا زر او ټاپي پروژو کار په ټپه ودرېد. ټاپي هغه پروژه ده، چې د ترکمنستان ګاز د یو پایپ لاین له لارې له افغانستانه تېرېږي او هند او پاکستان ته ځي. د دې پروژې هوکړه ۲۰۱۶ میلادي کال کې لاسلیک شوه. د دې پایپ لاین اوږدوالی یو زر او ۸۱۴ کیومتره ده، چې ۸۱۶ کیلومتره یې په افغانستان کې دی.
































