اروپايي ټولنه وایي د کرونا واکسین لپاره د مالي ملاتړ پر سر سلا شوي دي. د اروپایي ټولنې غړو په یوه ویډیويي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي دوی به ټوله هڅه کوي چې ژر تر ژره د کرونا ویروس پر ضد واکسین جوړ کړي او په ټوله نړۍ کې یې په عادلانه توګه وویشي. دوی دمګړی د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو له بهیر سره د ۷،۵ ملیارده یورو مرستې لپاره تیاری ښودلی دی. اروپایي ټولنې ویلي دوی ددغه واکسین د جوړولو په برخه کې د هر ډول مالي خنډونو له منځه وړلو ته تیار دي خو پوره هڅه باید وشي چې ژر تر ژره دغه واکسین جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. دوی د روغتیا له نړیوال سازمان سره هم د همکاریو او مرستو پر ډېرولو توافق کړی دی.
































