پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې په هېواد کې د ښځينه وو د زده کړو د بيرته پيل او په دولتي او نورو برخو کې د هغوی د فعال حضور لپاره به قاطعانه هڅې وکړي. نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې له دې پرته افغانستان هوسا، باعزته او با افتخاره هېواد نه شي کيدای. د کرزي په خبره ممکنه نه ده، چې د ښځو له فعال ګډون پرته افغانستان سوکاله او روښانه راتلونکی ولري. حامد کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ا.ا له واکمنیدو سره، څه باندې سل ورځې تیریږي خو لا هم د افغانستان شاوخوا ۴ ميليونه ښځينه محصلانې او متعلمانې د ا.ا په امر له زده کړو محرومې شوې دي. سربېره پر دې په لسګونه زره ښځينه دندو ته له ورتلو هم محرومې او سختو ستونزو سره مخامخ دي.
































