د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر خرابېدونکي بشري وضعیت او د نشه یي توکو د قاچاق پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده. د تیر حکومت له پرزېدو وروسته د نړیوالو د میلیاردونو ډالرو مرستو درېدو افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ کړی دی. د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو له خپلې انلاین غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر خرابېدونکي بشري وضعیت د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له افغانستان سره د فوري بشري مرستو غوښتنه وکړه. ایس جې شنکر، سرګي لاوروف او وانګ یې په خپله اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی چې د افغانستان په اړه د ملګروملتو د پرېکړه لیکونو پایلو ته درناوی وکړي. دریواړو هیوادونو همداراز ژمنه کړې چې د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره به نور اقدامات کوي. دوی ویلي له افغانستانه د نشه یي توکو کاروبار او قاچاق د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي او تروریستي ډلو ته مالي امکانات په لاس ورکوي.
































