زرګونه ماشومان په افغانستان کې د خوراځواکۍ له امله د مرګ له خطر سره مخ دي. یوې برېټانوۍ رسنۍ ویلي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت له امله لوږه پراخه شوې چې دې چارې ان د ماشومانو پر ژوند هم ناوړه اغېز کړی دی. راپورونه وایي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ډېری مرکزونه د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله تړل شوي او سلګونه ماشومان د مرګ له خطر سره مخ دي.
تردې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې وه. دوی پر نړیوالو غږ کړی و چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او پر وخت بشري مرستې ورسوي.
































