د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر جو بايډن د افغانستان په مسئله کې نیوکې کړې دي. ټرمپ له فوکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د بایډن د خپلسرۍ او ناکام پلان له امله امریکا په نړۍ کې خپل باور بایللی دی او ټول نړیوال سیاستوال امریکایانو ته د احمقانو په سترګه ګوري. ټرمپ وایي د بایډن مدیریت د امریکا په ټولو برخو کې ناکام او د امریکا د شرمېدو سبب شوی دی. هغه وایي په امریکا کې نه د کرونا د بحران مخنیوی وشو، نو واکسن پر وخت ووېشل شول، نه اقتصادي هڅې پياوړې وې او نه هم امریکا د تېرو کلونو لاس ته راغلی باور وساتلی شوی. ټرمپ وایي که دا ځل د ټاکنو میدان ته راوګرځي نو له بایډن ټاکنې ګټلی شي.
































