په تاجکستان کې د پیل شویو درې ورځنیو تاوتریخجنو لاریونو په ترڅ کې تر اوسه پورې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. دا لاریونونه له تېرو دریو ورځو راهیسي د دغه هېواد په بدخشان ولایت کې روان دي. د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې امنیتي سرتېري او لاریونوال دواړه شته دي خو تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې څومره یې سرتېري او څومره لاریونوال دي. خلک وروسته تر هغه د حکومتي ځواکونو پر ضد لارو کوڅو ته راووتل چې تاجک امنیتي ځواکونو یو ۲۹ کلن ځوان وواژه. تر اوسه پورې روښانه نه ده چې سرتېرو یاد کس ولې او په څه ګناه وژلی دی.
































