متحده ایالاتو د اروپایي ټولنې په همغږۍ پر اوو افریقایي هېوادونو د سفر بندیز لګولی دی. راپورونه وایي چې امریکا او اروپا وروسته تر هغه له اووه افریقایي هېوادونو زیمبابوې، نامیبیا، لیسوتو، ایسواتیني، موزمبیق او مالاوي څخه د الوتکو پر ورتګ بندیز ولګاوه چې په افریقا کې د کرونا وبا د یوې خطرناکې بڼې د کشفېدو راپور ورکړل شو. د راپورونو له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې جمعې په ورځ په افریقا کې د اومیکرون په نوم د کرونا ویروس د یوې نوې خطرناکې بڼې ثبتېدو راپور ورکړ او نورې نړۍ ته یې پر خپرېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه.
































