د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي افغان حکومت دې د ایران له وروستۍ کړنې د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې د ایراني عسکرو له لوري د افغان مسافرو ځورول، وهل ټکول او سیند ته لاهو کول نه بښل کېدونکی جنایت دی او افغان حکومت اړ دی چې د خپلو خلکو له حقونو دفاع وکړي. د کمیسیون په خبره حکومت دې له ایراني حکومت سره مسئله روښانه کړي او تر هغه وروسته دې د عدالت نړیوالې محکمې او همدا راز د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد ادارې ته د ایران له کړنې شکایت وکړي. ایراني عسکرو هغه پنځوس افغانان نیولي، شکنجه کړي او بیا په سند لاهو کړي دي چې دغه هېواد ته د خوارۍ مزدورۍ لپاره روان وو. دې مسئلې د افغان حکومت توند غبرګون له ځان سره لرلی دی او ولسمشر پخپله د پېښې د پلټلو ژمنه کړې ده.
































