روسیه وایي امریکا په افغانستان کې بحران رامنځ ته کړ او لا هم ددې بحران د پراختیا په لټه کې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا په تېره پنټاګون په افغانستان کې فساد خپور کړ او دغه هېواد یې د فساد پر کنده بدل کړ.
\نوموړې ویلي چې ددې تر څنګ امریکا په افغانستان کې د بحران مسووله ده او اوسنی بحران یې رامنځ ته کړی چې افغانان یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. زخارووا وایي امریکا ته په کار وه، چې د بحران د ختمولو لپاره یې هڅې کړې وی، خو برعکس دغه هېواد لا هم د بحران د پراختیا په لټه کې دی.
































