کورنیو چارو وزارت وایي چې ډېر ژر به د افغان پولو په اوږدو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شي. د باختر اژانس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د سرحدي ځواکونو عمومي رییس شیرمحمد شریف دغه څرګندونې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال کړې دي. شریف ویلي چې ا.ا د پولو امنیت ته ژمن دی او په پوره میړانه به له خپلې خاورې څخه ساتنه کوي. واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته داسې راپورونه ورکول شوي دي چې ایراني او پاکستاني پوځیان له خپلو پخوانیو ځایونو څخه افغان خاورې ته را وړاندې شوي دي خو ا.ا دا خبر په کلکه رد کړی دی.
































