د عامې روغتیا وزارت وایي چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۸۹۴ ته رسېدلی دی. تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په پکتیا کې ثبت شوې دي. په دغه ولایت کې ۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوې. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۳۰ پېښې په هرات، ۲۵ په کندهار، ۲۴ په کابل، ۱۷ په بلخ، ۱۳ په ننګرهار، ۱۱ په لغمان، ۹ په فراه او پاتې په اتو نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي اندېښنه ښيي چې مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او هېوادوالو ته په کار ده چې کرنټین مراعات کړي، ددوی سپارښتنې عملي کړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.
































