پاکستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی. په پاکستان کې د خبریالانو خپلواکې ټولنې وایي چې په دغه هېواد کې د بیان پر ازادۍ بې مخینې فشارونه وضع شوي دي او خبریالان د وسله والو ډلو او ځینو کړیو له لوري په نښه کېږي. دوی وايي چې پاکستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی او له پاکستاني حکومت یې په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
تر دې وړاندې نړیوالو بنسټونو هم په خپلو راپورونو کې ویلي وو، چې په پاکستان کې خبریالان تر فشار لاندې دي، د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی روان دی، دوی او د کورنۍ غړي یې په نښه کېږي چې باید ددې چارې مخینیو وشي.
































