د امریکا د کانګریس ځينې غړي وایي چې بایډن باید نور له واک سره مخه ښه وکړي. د امریکا د کانګریس غړي روني جکسون په تازه څرګندونو کې ویلي چې بایډن د خپل واک په موده کې امریکا په کړکېچونو کې ښکېله کړې او امریکایانو ته یې بحرانونه زېږولي دي. د جکسون په خبره ددې وخت دی چې بایډن واک پرېږدي او په امریکا کې رامنځ ته کړی وضعیت پای ته ورسوي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د بايډن عجولانه او بې فکره پرېکړه، په دغه هېواد کې د امریکايي وګړو پاتې کېدل او پر افغانانو د اوسني وضعیت راتګ هم هغه څه دي چې د امریکایانو او افغانانو لپاره یې ناورین زېږولی دی.
دغه امریکايي استازي له امریکايي وګړو هم غوښتي چې د بایډن د واک ختمولو لپاره لاس په کار شي او هغه نور له سپینې ماڼۍ خپل کور ته ولېږي.
































