د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه د اوسني ولسمشر جوبایډن د وتلو پر ستراتیژي توندې نیوکې کړې دي. ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو څرنګوالي امریکا ټولې نړۍ ته وشرموله. هغه ویلي، که چېرته دی په واک کې وای نو هیڅکله به متحده ایالات دومره نه وای شرمېدلې، ځکه ده نه غوښتل د بایډن په څېر په یو مخیزه توګه خپل سرتېري له افغانستانه وباسي. ټرمپ ټینګار کړی دی چې که چېرته دی په واک کې وای نو تر ۲۰۲۱ میلادي کاله پورې په افغانستان کې پاتې کېده، د سرتېرو شمېر یې ۲۵۰۰ ته راښکته کاوه او دغه راز بګرام هوایي اډه یې نه پرېښوده. هغه ویلي، بګرام اډه یې د چین په خاطر ساتله، ځکه د نوموړي په خبره بګرام اډه د چین له اټومي تاسیساتو څخه یوازې نیم ساعت واټن لري. نوموړي یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې پاڼه ده او دا تور داغ بایډن د امریکا پر تاریخ ولګاوه.
































