د پاسپورت ریاست د ا.ا.ا په نوم او لوګو د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلېدو خبر رد کړی دی.
د یاد ریاست سرپرست عالم ګل حقاني ویلي چې د افغانستان ا.ا په نوم او لوګو د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلېدو خبر حقیقت نه لري.
د یادونې ده چې مخکې تر دې یو شمېر رسنیو د یاد ریاست د مسوولینو له قوله راپور ورکړی و چې سر له سبا څخه به په کابل او نورو ولایتونو کې د افغانستان ا.ا په نوم او لوګو د پاسپورتونو د وېش بهیر پیل شي.
































