د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په حکم او د کونسلي چارو د رییس مولوي محمد شفیق خطیب په هڅو پنځه زره جلده پاسپورټونه په سعودي عربستان کې د افغانستان لوی سفارت ته استول شوي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت رهبري هڅه کوي چې د نړۍ په کچه د افغانانو ستونزو ته پوره رسیدګي وکړي او په کور دننه او بهر د ټولو هېوادوالو ستونزې حل کړي. بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې دوی به د پاسپورټ ریاست په همکارۍ په نږدې راتلونکې کې د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د اړتیا په صورت کې په تدریجي ډول د پاسپورټونو د لېږلو بهیر پیل کړي.
































