افغان حکومت د کابل څرخي پله له زندانه ۹۸ نور طالب بندیان هم ازاد کړل او له دې سره د ټولو ازادو شوو طالب بندیانو شمېر ۷۴۸ کسانو ته ورسېد. افغان حکومت وړمه شپه هم د څرخي پله له زندان ۹۸ طالب بندیان خوشي کړي وو. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ویلي د ولسمشر د حکم پر بنسټ د سولې په برخه کې د پرمختګونو په نیت د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ ادامه لري. د فیصل په وینا تر اوسه په کابل او ولایتونو کې ټول ټال د طالبانو ۷۴۸ بندیان خوشي شوی دي او دا شمېره به تر ۱۵۰۰ پورې رسېږي. نوموړي وروسته بیا په یوه ویډیويي پیغام کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر دوام هم سخته نیوکه وکړه. د فیصل په وینا افغان حکومت هره ورځ طالب بندیان خوشي کوي خو طالبان لا هم جګړه کوي او تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي.
































