اروپايي ټولنه وایي افغان لوري ته یې د خپلو مرستو او همکاریو شرطونه واضح کړي دي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دوحه کې یې له افغان پلاوي سره پر مهمو مسایلو خبرې او بحثونه لرل. دده په وینا افغان لوري ته یې د خپلو مرستو لپاره شرایط واضح کړي او دغه ډلې هم ژمنه کړې چې عملي کوي یې. د توماس په خبره اروپايي ټولنه غواړي چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي، ښځو ته په حکومت کې ونډه ورکړل شي، بشري حقونو ته درناوی وشي، ټول اړخونه دې په حکومت کې ګډ وي، د قومي اختلافونو مخنیوی دې وشي او تر څنګ یې دې د پیاوړي حکومت لپاره مسلکي او وړ کسان په اداراتو کې ځای پر ځای شي. تر دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ویلي وو چې له اروپايي ټولنې سره یې خبرې ګټورې وې او ښې پایلې به ولري.
































