سعودي عربستان د اسلامي همکاریو له نړیوال سازمان غوښتي چې د افغانستان په اړه یوه بېړنۍ غونډه راوبولي. د عرب نیوز د راپور له مخې عرب چارواکو ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات او سولې غوښتونکي دي او تمه لري چې ژر تر ژره له افغانانو سره د اسلامي هېوادونو په مرسته بشردوستانه همکارۍ وشي.
سعودي عربستان دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت غوښتونکي دي او تمه لري چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان غړي هېوادونه هم په دې اړه ټینګار وکړي او طا لبان وهڅوي چې په افغانستان کې له ټولو اړخونو یو جوړ شوی پیاوړی حکومت رامنځ ته کړي.
سعودي عربستان ویلي چې دوی په خپل وار له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته تیار دي او له غړو هېوادونو هم د مرستو او همکاریو غوښتنه کوي.
































