نن د افغانستان او نورو موضوعاتو په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیلېږي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې مخکې خبریالانو ته ویلي چې افغانستان هم ددې دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې شامل دی. هغه ویلي چې د افغانستان پر اوسني وضعیت، له دغه هېواد د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته رامنځ ته شوو اندېښنو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو اړوندو مسایلو خبرې کېږي.
هغه یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د طا لبانو واک ته رسېدل د دوی لپاره خواشینوونکي دي خو تمه لري چې له دغه هېواد ترهګریز ګواښونه جوړ نه شي. سټولټنبرګ همدا راز ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې له خپل شل کلن حضور درسونه هم اخیستي دي او د ناټو لپاره سترې تجربې دي.
































