د ایران د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۷۴ کسان مړه شوي او ۲۲۳ نور پرې اخته شوي دي. ددې وزارت ویاند کیانوش جهانپور وایي، په ایران کې تر اوسه پورې ټول ۹۸۶۴۷ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي، ۶۲۷۷ یې مړه کړي او ۷۹۳۹۷ کسان بېرته له دې ناروغۍ څخه روغ شوي دي. له دې سره سره په ایران کې له کرونا سره د مبارزې کمېټې چې حسن روحاني یې مشري کوي د ایران په ۱۵ ولایتونو کې چې قم او اصفهان پکې شامل دي د ۱۳۲ ښارونو د جوماتونو د بېرته پرانیستل کېدو امر کړی دی.
































