طالبانو د افغان حکومت له لوري د دوی د زندانیانو د خلاصون هر کلی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، طالبان د حکومت له لوري د ۳۰۰ نورو زندانیانو د خلاصون هر کلی کوي، خو دا جریان کافي نه بولي او په خبره یې چې دغه پروسه باید نوره هم ګړندۍ شي. شاهین وایي، حکومت باید د بندیانو د آزادېدو پروسه چټکه کړي، څو دغه بندیان هم له کرونا ناروغۍ وژغورل شي او هم د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي. شاهین ویلي، دوی به هم له خپلو زندانونو د افغان حکومت د بندیانو خلاصون ته دوام ورکړي. افغان حکومت تر اوسه پورې ۷۴۸ طالب زندانیان له بند آزاد کړي دي.
































