انډیا ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې اسلام اباد افغانستان ته له خپلې خاورې څخه د هند د مرستې پر انتقال شرایط وضع کړي دي. ورځپاڼې د باخبره سرچینو له قوله ویلي چې پاکستان د یادې مرستې پر انتقال تر حد ډېره تعرفه وضع کړې ده او دغه راز غواړي چې دغه مرستې د پاکستاني موټرو په واسطه افغانستان ته انتقال شي. راپور کاږي چې پاکستان په ښکاره له افغانانو سره د خواخوږۍ ادعا کوي خو په پټه بیا دغه جګړه ځپلي هېواد ته پر لېږدېدونکو مرستو شرایط وضع کوي. د یادونې ده چې اسلام اباد وړاندې تر دې ویلي وو چې هند کولی شي پرته له کوم خنډ څخه د پاکستان له لارې افغانستان ته خپله مرسته ولېږدوي.
































