امریکا کې د وسله وال تاورتریخوالي پر دوام د یاد هېواد په انډیانا ایالت کې څلور کسان د ټوپک په ډزو وژل شوي دي. د انډیانا ایالت پولیس چارواکو ویلي چې د دغه ایالت په شمالي برخه کې په یوه پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي. پولیسو ویلي، د وژل شویو کسانو مړي یې وروسته تر هغه په یو کور کې وموندل چې له یادې سیمې څخه یې د ډزو راپور تر لاسه کړ. پولیسو زیاته کړې ده چې ښایي دغه پېښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې وي خو زیاتوي چې دوی هڅه کوي چې د پېښې اصلي رېښه پیدا کړي.
































