هند په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی ددې پلان لري چې په افغانستان کې خپل ديپلوماتیک ماموریت له سره پیل کړي او خپل سفارت پرانیزي. سرچینه وایي چې د ا.ا له راتګ راهیسې ددغه هېواد سفارت په کابل کې خوندي دی او هېڅ ډول ګواښ نه دی ورته جوړ شوی چې له همدې امله دوی په کابل کې د خپلو فعالیتونو د بېرته پیلولو په لټه کې دي.
بلخوا افغان حکومت بیا تازه د سعودي عربستان د قونسلي خدماتو له پیلېدو هرکلی کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د سعودي عربستان دیپلوماتان کابل ته راغلي دي او ددغه سفارت قونسلي برخه یې فعال کړې ده. سرچینه وایي چې دوی په کابل کې د ټولو سفارتونو د بېرته پرانیستل کېدو ملاتړي دي او تمه لري چې له نړیوالو سره یې اړیکې ښې او نورمالې شي.
































