په امریکا کې په یوه ښوونځي کې ډزې شوې چې درې کسه پکې وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه مشیګان ایالت کې شوې ده. رسنۍ وایي چې یوه پنځلس کلن ځوان له یوې نیمه اوتومات وسلې په استفادې شل فیرونه کړي دي چې په دې لړ کې یې درې زده کوونکي وژلي او د یوه ښوونکي په ګډون شپږ کسه نور ټپیان دي.
پولیس وایي چې دغه ځوانکی تر پېښې څو دقیقې وروسته نیول شوی دی او دمګړی له پولیسو سره دی. هغه په دې پېښه کې کوم همکار نه درلود، خو پولیس وایي د برید اصلي انګیزه هم نه ده روښانه شوې.
په وروستیو کې په امریکا کې په عامه ځایونو په تېره په ښوونځیو کې ډزې او بریدونه ډېر شوي چې د امریکايي وګړو اندېښنې یې پارولې دي.
































