په جاپان کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتوالي وروسته په دغه هېواد کې اعلان شوی بیړنی حالت د یوې بلې میاشتې لپاره هم اوږد شوی دی. د جاپان لومړي وزیر له کارپوهانو سره تر بحث او مشورې وروسته دغه پرېکړه کړې ده. چاپان ویلي و، چې که پر کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر په ورځ کې سل تنو ته را ښکته شي، نو بیړنی حالت به لغوه کوي، خو اوس چې پر کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، حکومت پرېکړه کړې ده چې تر یوې بلې میاشتې پورې به هم بیړنی حالت وي. د جاپان عامو وګړو د حکومت پر دې پرېکړې غبرګون ښودلی، ځکه ډېری جاپانیان اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دندو ته له تلو پاتې شوي دي.
































