جاپان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا په دوحه کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي او دواړو لورو ټینګار کړی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره به هڅه کوي. همدا راز جاپان ژمنه کړې چې دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د افغانستان په اقتصادي وده کې خپله ونډه ترسره کړي. جاپان همدا راز د دیپلوماتیک ماموریت په اړه هم له افغان لوري سره خبرې کړې دي. تر دې وړاندې هم جاپان ویلي وو، چې ډېر ژر به په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.
































