ایران د ۲۰ سلنې یورانیمو د غني کولو پروسه پيل کړې ده. د ایراني چارواکو په خبره تازه یې نوي سانټرفیوژونه فعال کړي او د شل سلنې یورانیمو د غني کولو پروسه یې پيل کړې ده. ایران په اتریش کې د اټومي تړون د بیا احیا له مذاکراتو سره هممهاله د یورانیمو پر غني کولو لاس پورې کوي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې هم تایید کړې، چې ایران پرمختللي سانټرفیوژونه فعال کړي او د یورانیمو د بډاینې پروسه یې چټکه کړې ده. له درېیو ورځو راهیسې په اتریش کې د ایران او نړیوالو ترمنځ د اټومي تړون پر بیا احیا بحثونه روان کړي.
تر دې دمه دا خبرې پایله نه لري، خو اروپايي ټولنه وایي چې ژر تر ژره دې مذاکرات محسوسې پایلې ولري، ځکه په دې مسئله کې ځنډ به خطرناکې پایلې ولري.
































