د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هارش واردان شرینګلا د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له استازي توماس نیکلسن سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان په چارو کې پر همکاریو او بشپړې همغږۍ هوکړه کړې ده. په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف روسیې ته تللی دی او پاکستاني چارواکو ویلي چې روسیې ته د یوسف د سفر تر ټولو مهمه اجنډا پر افغانستان خبرې اترې دي.
































