د افغانستان ا.ا د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه غندلې ده چې په دغه سازمان کې یې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې څوکۍ دوی ته نه ده ورکړې. د راپورونو له مخې، تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پریکړه کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د افغانستان نوي حکومت ته نه ورکول کېږي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه په اصولو او انصاف بنا نه ده ځکه چې د افغان ولس څخه یې مشروع حق اخیستی دی.
































