د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د نړۍ په کچه د امریکا ځای ځایګی تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی او دغه هېواد نور له خپل پخواني اعتبار، نوم او نښانه برخمن نه دی. ټرمپ په خپله وروستۍ مرکه کې د چین او ټایوان ترمنځ وروستیو ناندریو ته په اشارې ویلي چې که چېرته دی په واک کې وای نو د دغو دواړو هېوادونو تر منځ اوسنی کشمکش نه رامنځته کېده. هغه یو ځل بیا جو بایډن ملامت بللی دی او زیاته کړې یې ده چې د نوموړي د ماشومانه سیاستونو له امله د امریکا باور په نړیواله کچه زیانمن شوی دی.
































