د اسلامي امارت پوځي چارواکي وایي، د یوه پیاوړي پوځ د جوړولو لپاره یې هڅې روانې دي. د اسلامي امارت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیحالدین دا خبرې پرون په پکتیا کې ۲۰۳ تندر قول اردو کې چې اوس د منصوري قول اردو په نوم ده، کړې دي. هغه خبریالانو ته وویل، د اردو په لیکو کې د پخواني حکومت مسلکي کسانو ته هم ځای ورکوي. تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي و چې د دوی په پوځ کې به د پخواني حکومت ټیټ پوړو سرتېرو ته ځای نه وي.
































