د ا.ا مشر هبت الله د هیواد ټولو قومي مشرانو، دیني عالمانو او اړونده چارواکو ته امر کړی چې د ښځو د حقونو د ځای پر ځای کولو لپاره جدي اقدامات وکړي. په فرمان کې ویل شوي چې د مېړه له وفات وروسته کونډه ښځه د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د خپل اختیار څښتنه ده او د شرعي اصولو سره سم د بل خاوند د کولو یا نه کولو په اړه پرېکړه کولای شي. په فرمان کې له هغو نارینه وو څخه چې څو ودونه لري غوښتنه شوې چې د ټولو تر منځ عدالت مراعات کړي. په فرمان کې حج اوقافو وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او سترې محکمې ته امر شوی چې د ښځو د حقونو د تامین او پر دوی باندې د ظلمونو د مخینوي لپاره د شریعت د اصولو سره سم کوټلي ګامونه واخلي.
































