د تاجکستان د روغتیا وزارت نن له غرمې وروسته اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا ۱۰۲ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۳۰ ته رسېدلی دی. ویل کېږي تر اوسه پورې درې تنه په تاجکستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. ددې هېواد د روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۰۸ شکمن کسان د ډاکټرانو تر معاینې لاندې وو، چې له ډلې یې ۲۴۶ کسان چې د معایناتو پایله یې منفي وه بېرته له روغتون رخصت شوي دي.
































