په افغانستان کې بشري ناورین د پراختیا په حال کې دی. د کډوالو نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د جګړو او وچکالۍ له امله شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغانان له خپلو مېنو بېځایه شوي، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د دغه ادارې په وینا دمګړی په افغانستان کې د کډوالۍ، جګړو او وچکالۍ له امله رامنځ ته شوی بشري ناورین د پراختیا په حال کې دی او د نړیوالې ټولنې پراخو او هر اړخیزو مرستو ته اړتیا ده. د یادې ادارې ویاند بابر بلوچ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې لوږه په دغه هېواد کې بې مخینې کچې ته رسېدلې ده. هغه زیاتوي چې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي او نه میلیونه بیا داسې دي چې همدا اوس سخته قحطي تجربه کوي.
د کډوالۍ نړیواله اداره له افغانانو سره د بشردوستانه مرستو د پراختیا غوښتونکې ده.
































