بايډن له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره نوې بودیجه لاسلیک کړې ده. د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې بایډن تازه هغه بودیجه منظوره کړه، چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو او ملاتړ لپاره ځانګړې شوې ده.
په دې بودیجه کې اووه میلیارده ډالر شامل دي او ټاکل شوې چې ژر له یادو پیسو د افغان کډوالو لپاره د کورونو د ځانګړي کولو او نورو مواردو لپاره کار واخیستل شي. یاده بودیجه تر دې وړاندې د امریکا سنا او استازو مجلس تایید کړې ده.
تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره میلیاردونه ډالر ځانګړي کړي وو.
































