داعش وسله والو د عراق په شمال کې د کردانو په دوه کلیو باندې په یوې لوی برید کې د لس پیشمرګه جنګیالیو په ګډون لسګونه کردان ووژل. دغه برید په عراق او سوریې کې د داعش د خلافت له سقوط وروسته په څو میاشتو کې د دغې ډلې تر ټولو لوی برید ګڼل کیږي. دغه کلي د عراقي کردستان له پایتخت اربیل څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره شمال خواته واقع دي. د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي دغه برید غندلی او زیاته کړې يې ده چې داعش اوس هم د عراق لپاره یو لوی ګواښ دی. د داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال د سوریې او عراق د ډیرو برخو په نیولو سره خپل خلافت اعلان کړ، خوپه دغو هیوادونو کې د دغې ډلې ترکنټرول لاندې سیمې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د بریدونو په نتیجه کې تصفیه شوې.
































